Banner

( د مينې وروستی انځور)

15.02.2008 19:33  څو ورځې وړاندې زړه ته راتېر ملګري ډاکتر عبدالهادي حماس خپله لومړنۍ د لنډو کيسو ټولګه ( د مينې وروستی انځور) د يوه ملګري په لاس راولېږله، ډېر ورته خوښ شوم. ما ښاغلی حماس دومره پېژانده، چې زموږ د پکتيا دی او مسلک يې هم طبابت دی، له دې سره سره د هغوی د فرهنګي خدمتونو څخه هم خبر وم، يوه نيمه ليکنه به مې په مجلو کې لوسته. تېر کال چې زه ګردېز ته لاړم له دوی سره مې ليدنه وشوه، نور هم خوښ شوم، دلته دوه زيري راباندې وشول، يو داچې نوموړی د پکتيا ادبي ټولنې د صدارت دنده هم پر مخ بيايي، بله دا چې ويل يې، چې لنډې کيسې هم ليکي؛ نو مې خوښي لا پسې زياته شوه. په دې وروستيو کې مې د دوی ځينې طبي کتابونه هم تر لاسه کړل، چې په ځانګړو موضوعاتو ته يې ځانګړي کړي وو. که څه هم زموږ په پښتنو کې مسلکي خلک په خپلو شعبو او کارونو کې تر هر چا وړاندې دي، په اصطلاح مسلکي عالمان دي؛ خو هغه د چا خبره د خپل علم نورو ته د لېږدېدا لپاره يې کوم ځانګړی اسلوب او هنر( لېکوالي ) فن نه دی زده. دوی نه شي کولای چې په خپل مسلک کې کتابونه چاپ کړي، يا هم له نورو ژبو څخه ژباړې خپلې ژبې ته راوکړي.
        زما يو نږدې دوست دی، چې له منځني طب ( لابراتوار) څخه ډېر کلونه وړاندې فارغ شوی دی، هغه ته خدای پاک دومره استعداد ورکړی دی، چې اندازه يې نشته. ما ورته وويل چې که يو جامع کتاب په پښتو ژبه کې وليکي؛ نو دابه يې په ټولو پښتنو لوی احسان وي؛ خو هغه ويل چې يو توری ليکل مې هم له وسه نه کيږي. له دې کيسو نه مې موخه داوه، چې يوه لوري ته ښاغلی حماس يو تکړه رنځپوه دی او له بل لوري خدای پاک د ليکوالي نعمت هم پرې لورولی دی. دوی که په دې برخه کې نورې پنځونې وکړي، دابه ډېره غوره وي.
      ما چې د ښاغلي حماس د لنډو کيسو ټولګه ولوسته؛ نو راته څرګنده شوه، چې حماس د پښتو ژبې دا حق پر ځای کړی دی. دوی په خپلو لنډو کيسو کې د بېلابېلو روحاني، بدني او ټولنيزو ناروغيو علتونه، لاملونه او درملنه په ډېره ښه بڼه خلکو ته ورپېژندلې ده. ما چې څومره کتاب لوست تلوسه مې ورسره زياتېدله، په پای کې مې دا ضرور وګڼله چې څه پرې وليکم. دا چې زه ځان ته هيڅکله کره کتونکی نه وايم؛ خو که رښتيا راباندې وايئ، کره کتنه مې ډېره خوښيږي.  له دې خبرو مې موخه داوه چې خدای دې وکړي، چې زما دا ليکنه ښاغلی حماس او لوستونکي کره کتنه ونه بولي ، بلکې زمايو شخصي نظر او يا يو څو مشورې وګڼي. ما غوښتل چې په ټولو کيسو څه وليکم؛ خو د وخت د کمي په اساس دومره وتوانېدم، چې يوازې په يو څو کيسو يې خپل نظر وليکم.
١_د مينې وروستی انځور:
        دا چې دا نوم د کتاب هم دی؛ خو بايد يادونه وکړم، چې په پښتۍ باندې د کتاب نوم کې وروستی توری ( وروستې) کښل شوی دی. له دې او د کتاب له نورو کمپوزري تېروتنو داسې مالوميږي، چې ليکوال د کتاب پروف په سمه توګه نه دی ليدلی؛ ځکه چې ډېر ځای تېروتنې پکې شوې دي. بله داچې په ټول کتاب کې د دوو تورو تر منځ (space )  يانې کمه فاصله نه ده پرېښودل شوې، ټول توري په يو بل کې ورننوتلي دي. همدارنګه د جملې په پای کې ټکی (.) نه دی راوړل شوی، د هغه په ځای د نداء ( !) يعنې د حيرانۍ علامه کښل شوې ده. دا بايد په خاصو ځايونو وکارول شي. پرته له دې کامه (،) په ځينې ځای کې بيخي نه ده کارول شوې او يا هم بې ځايه کارول شوې ده. همدارنګه موږ د دوو جملو د بېلتون لپاره ( ؛) علامه کاروو، چې د ( نو، خو، مګر، لېکن، ځکه او بلکې) څخه وړاندې راوړل کيږي، همدارنګه پاراګراف پخپل ځای راوړل هم نه دي مراعات شوي، د مثال په توګه، سليم وويل ( دلته بايد نوې جمله پيل شي) او يا هم دوه ټکي (:) سر په سر راوړل شي.
         راځو د کتاب لومړۍ کيسې ته، کتاب هم په دې نوم دی( د مينې وروستی انځور)
عموماًَ دا کيسه ښه پيل، تلوسه او ټکر لري. کيسه داسې پيل شوې ده:
سليم کيسه کوله چې کله زه خط او برېت شوم........
زما په اند که دا کيسه داسې پيل شوې وای ښه به وه ( سليم کيسه کول، چې کله مې ګېرې او برېت خط وواهه...) که فکر مو وي موږ په پښتو کې دې ته ورته ټپې هم لرو،
په مخ دې خط دې ګېرې راغی
قربان قربان دې  د نريو برېتو شمه
چې خط دې نه و، خط دې نه و
چې خط دې راغی اوس دې ډېر راځي خطونه
( لومړی خط، ګيره او برېت ټوکيدل او دويم خط ليک )
همدارنګ په کيسه کې يو بل ځای لولو:
د هغې د مخ سپوږمۍ په تندر کې ډوبه شوه...
سمه بڼه يې،
( د هغې د مخ سپوږمۍ تندر ونيوله....)
 غوره خبره داده،  چې د کيسې پای بايد مبهم وي  او ښه داده چې کرکټر پکې ونه وژل شي، په دې کيسه کې هم څه مهال چې د سليم محبوبه هغه ته په رېږدېدونکو لاسونو ليک ورکړي او ورته کښلي يې وي، چې :
دا زما وروستی ليک دی، ماته په کور کې د عمر قيد سزا واورول شوه.....
د کيسې کرکټر چې سليم دی وايي چې:
زما دماغ ضربه خوړلې وه ( وخوړله) عقل مې هم ملګرتيا پرېښوده، يوازې شعور راته پاتې شو او شعور هم تر هغې ملګرتيا راسره وکړه، چې د لېوانيانو دنيا ته يې وردننه کړم او اوس په دې دنيا کې زه او د هغې يادونه.(!!!؟)
لکه وړاندې مو چې يادونه وکړه دلته هم د کيسې په پای کې درې د هيجا او ورسره د سواليه علامه راغلې ده او هلته ګورو چې جمله سواليه نه ده، بله دا چې سليم دلته بيخي عقل نه لري. دا که مبالغه وي، زما په اند تر دې بريده دې نه وي، چې انساني عقل يې تسليم نکړي؛ ځکه چې لېونی بيا نشي کولای چې يوازې د هغې په يادونو بسنه وکړي، هغه به اوس خلک په کاڼو ولي، د هغه پروا به اوس له بې پروايي څخه وربدتره وي.
             په دې کيسه کې چې کيسې ته يې ډېر خوږلت ورکړی دی، هغه د ښاغلي حماس خوږه ژبه او په زړه پورې تشبيهات دي، چې څو  بېلګې يې راوړو،
١_ .... د هغې سرو اننګو يو ځل بيا د حيا سره ګلاب وغوړول...
٢_ زه به هره ورځ په هغه لار تېرېدم؛ خو زما سپوږمۍ مخې مينې به کوڅه نه وي رڼا کړې...
٣_ ښوونځی رانه پاتې شو او د هغې يادونه راته نوې مدرسه جوړه شوه....
٢ _ په ژړا کې خندا:
          په ژړا کې خندا په زړه پورې کيسه ده، ښکلې تلوسه لري، د پښتنو سيمو د ښځو ويرنې او نارې په ډېره ښه توګه پکې انځور شوې  دي؛ لکه يو ځای کې چې پر مړي ژاړي او وايي:
( وه خدايه پاکه موږ دې ليدلي يو؟  نن مې هډونه خبرو، کار ته مې لاس نه ټيټېده، خوا مې شنه وه. ولې رانه لومړی شوې؟ سترګې دې هم لوڅې دي، بښېندن غواړي، ما بل حلال بښلی يې...)
خو د کيسې په پای باندې، چې لوستونکی له نيمايي واوړي، پوهيږي چې پای به يې څه وي. زما په اند غوره داوه، چې په پای کې يې لوستونکيو ته جانوګل اکا او اسدکاکا نه وای ورپېژندلي، چې دوی له رنګونو او قوارو نه سره يو رنګ دي.
٣_ بدګماني:
          د ښاغلي حماس دا کيسه يوه شهکاره کيسه ده. نوموړي د نورو ځينې کيسو په څېر
په دې کيسه کې هم د خپلو طبي څېړنو او تجربو له مخې د خاوند او مېرمن تر منځ د کرکې، بدبيني، د پښتنو د ناوړه دود دستور او مجبوريتونو په زړه پورې انځور کښلی دی او دايې په زبات رسولې ده، چې د دې ډول ناروغيو درملنه شته. فکر کوم چې ښاغلي حماس په دې موضوع يو کتاب ( په ښځو کې د جنسي سړښت سببونه) هم کښلی دی، چې په پښتو کې يې يو شهکار طبي کتاب ګڼلی شو.
٤ _ سکرتره:
        دا کيسه د يوې لوستې انجلۍ کيسه ده، چې خپل عزت، حيا او عفت يې پر ډالرو پلورلی دی، د وخت حاکمې طبقې پرې د زړونو عُقدې سړی کړې دي؛ خو که په دې کيسه کې داسې په ډاګه کړای شوې وای، چې نرګس د ډېر مجبوريت له مخې اړ شوې ده، چې داوظيفه وکړي، ښه به وه، نه د غرور او تکبر له مخې. دې کيسه کې د جاوېد رول هم ډېر په زړه پورې دی او د خپل افغانيت مظاهره يې په ډېرخوند سره کړې ده.
٥_ شهيده:
         د لاهوتي مينې او وحشي کرکې يوه ښه بېلګه يې بللی شو، په کيسه کې د مڼې مينه، معصومتيا؛ بلکې ټول رول ډېره په زړه پورې دی او د وحشي زمری د يوه خوني ( زمري) په څېر، چې د مڼې سپينې جامې يې د خپل هوس، د کرکې او تهمت پر داغونو ورتورې کړې دي او خپلې کرکې ته يې د يوې سپېڅلې مينې نوم ورکړی دی، د ليلومه هوښيارتيا او ځيرکي هم په پکې انځور شوې ده. ښه ټکر، تلوسه او ښکلی پای لري. د مڼې د مينې څخه ډکې خبرې، چې زمري ته يې کوي د يوه افاقي ژوند  څرک پکې ښکاري او زموږ د ټولنې د ځوانانو له دوه مخې مينې څخه پلو پورته کوي. ليکوال  په دې کيسه کې د نسيم حجازي د ناولونو په څېر له پوره تخنيک او مهارت څخه کار اخيستی دی، هغه دا چې رومان او حماسه يې په دې کيسه کې په ډېره ښه توګه سره غاړه غړۍ کړي دي.
٦_ ځاونوژنه:
        په دې کيسه کې ښاغي حماس زموږ د پښتنې ټولنې هغه ناوړه دودونو ته نغوته ( اشاره) کړې ده، چې له ډېرو زمانو راهيسې د دې ټولنې پېغلې ورسره لاس او ګرېوان دي. ښاغلي حماس لکه وړاندې مو چې وويل د طبي څېړنو له لارې ورته ثابته کړې ده، چې په ښځو کې د بکارت د پردې له منځه تلل د دې خبرې ثبوت نه دی، چې ګواکې داسې انجلۍ دې ارومرو له چاسره ناروا جنسي اړيکې نېولي وي؛ بلکې د بکارت پرده له ټوپ وهلو، د حېض د مودې د اوږدوالي او د سايکل چلولو له امله کېدای شي وشليږي.
د انجلۍ خاوند بايد دا ونه ګـڼي چې ګني مېرمن يې له چاسره ناروا جنسي اړيکې درولودلې دي. کيسه ډېر ښه پيغام لري؛ خو د کيسې له نيمايي نه چې لوستونکی واوړي اندازه ورته کيږي، چې فوزيه به ارومرو ځانوژنه کوي؛ لکه چې وړاندې يادونه وشوه . دا څه هنري عېب نه دی، چې کرکټر دې په کيسه کې ونه وژل شي؛ خو په اوسنيو کيسو او ناولونو کې  د فلمي ستورو په څېر کرکټرونه ژوندي پرېښودل دکيسې رنګ يو په دوه ښه کوي. دلته زما په اند که دا دويم کرکټر ( فوزيه) ژوندۍ پاتې وای، کيسې به مبهم شکل غوره کړی و. له دې مې موخه داده، که کيسه مبهم يعنې نا څرګند پای ولري، لوستونکی تر ليکوال زيات غور پرې کوي، چې وړاندې به څه تېر شوي وي؟ داسې هم نه چې کيسه داسې ځای کې پرېښودل شي، چې د کيسې آر ( اصل) شرطونه پکې مجروح ( زيانمن) شي.
٧_ غم:
         په دې کيسه کې يې ډېره ښه موضوع رانيولې ده، رښتيا هم ډېرو خلکو د خپلې خوښۍ لپاره د نورو خلکو ژوندون له خاورو سره خاورې کړی دی؛ خو په دې کيسه کې هم کرکټرونه وژل شوي دي، لوستونکی د کيسې تر پای وروسته نور سوچ او زړه خوږی نه شي پرې کولای.
         د ښاغلي حماس په ټولو کيسو که زه خبرې کوم؛ نو ليکنه به رانه ډېره اوږده شي؛ خو دومره ويلی شم که په ګانده کې دوی نوره مطالعه وکړي او د محنت لمنه پرېنږدي، امېد دې چې ښې پنځونې به وکړي، د نوموړي دا ټولګه د نورو ښو کيسو لپاره لومړۍ پوړۍ بللی شو. د لوريينې له مخې که ووايم چې که ښاغلي حماس په په خپلوکيسوکې د معاصر طب له ليد لوري په انساني اروايي، جسماني او بيولوژيکي ناروغيو رڼا وا چوله، کېدای شي زموږ لولپه ټولنې ته د درملنې کار ورکړي او د دوی لپاره يو کارخير او صدقه جاريه وګرځي. په همدې هيله.
په ټوله مينه.
محمدحنيف حيران توتاخېل، پېښور نصرت مېنه.
٣٠/١١/٢٠٠٧ م

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.